د پوځ په بیان کې ویل شوي چې دوی دوه ځله ځوابې ډزې او یو ځل د خبرداري لپاره هوايي ډزې وکړې.
دا لا نه ده مالومه چې د دې ډزو لامل څه دی. د سویلي کوریا لوی درستیز ویلي هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي اړیکو ځانګړې کرښې له لارې له شمالي کوریا د دې پېښې وضاحت وغواړي.
دا په تېرو پنځو کلونو کې لومړی ځل دی چې د شمالي کوریا ځواکونه مخامخ پر سویلي کوریا ډزې کوي.
تېر ځل هغه مهال د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ډزې شوې وې چې د شمالي کوریا یوه سرتیري سویلي کوریا ته تېښته وکړه.
د دواړو هېوادونو ترمنځ ناپوځي سیمه د ۱۹۵۳ کال له جګړې وروسته د یوې جلا کوونکې تړانګې بفر زون سېمې په توګه رامنځته شوه.
په تېرو دوه کلونو کې سویلي کوریا هڅه کړې دا سیمه، چې کلک امنیتي تدابیر په کې نیول شوي دي، د سولې پر زون بدله کړي.
د ۲۰۱۸ کال په سپتمبر کې د دواړو هېوادونو د مشرانو د سرمشریزې پرمهال د هوکړې له مخې پرېکړه شوې چې پوځي ترینګلتیا کمه کړل شي.