په ننګرهار او تورخم کې ځايي چارواکي وايي، تورخم دروازه د چار شنبې په سهار له ډیورنډ کرښې پورې غاړه ایسارو افغانانو ته د یوې ورځې لپاره پرانیستل شوه.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل، د را اوښتونکو افغانانو لپاره تورخم کې امنیتي او روغتیايي تیاری شوی دی.
له تېرو څو ورځو راهیسې خواله رسنیو کې انځورونو ښودله چې لنډي کوتل کې لسګونه افغانان خپل هېواد ته د اوښتو په تمه دي.