دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 209458

په هېواد کې د کرونا وباء او قرنطین ځپلو سره د لاس نیوي او رمضان المبارک میاشتې په احترام وسله والو طالبانو په بادغیس ولایت کې له یو شمېر اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او نقدو افغانیو مرسته کړې ده.
د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر په اساس تیره ورځ د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د همدې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي ولسوال لخوا په دیرشو اړمنو کورنیو د خوراکي توکو او نقدو پیسو مرستې وویشل شوې.
په خبر کې ویل شوي، چې له هرې یوې کورنۍ سره دوه قوطیه غوړي او یونیم زر افغانۍ نقدي مرستې شوي دي: «له یادو کورنیو سره ۲ عدده درې کېلویي ډبې غوړي او ۱۵۰۰ نقدي افغانۍ مرسته شوي.»
وسله وال طالبان په داسې مهال په بادغیس ولایت کې له اړمنو خلکو سره د خوراکي توکو او نقدي مرستې کوي، چې تیره میاشت یې ‎د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې هم شاوخو ۲۵۰۰  اړمنو کورنیو ته خوراکي وویشل او ژمنه یې کړې، چې دا لړۍ به روانه ساتي او نورو ولایتونو ته به یې هم غځوي.
 
https://avapress.com/vdcdkn0xjyt0zo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته