د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت «پنټاګان» د نړۍ په بیلابېلو هیوادونو کې د خپل پوځ له لوري عملیاتو په مهال دوژل شوو ملکي وګړو ارقام خپاره کړي، چې تر ټولو لوړه شمېره یې په افغانستان کې ده.
ازادي رادیو د پنټاګان له لوري د خپاره شوي راپور په بنسټ لیکلي، چې تېر کال د امریکایي پوځ د بریدونو په مهال په افغانستان، عراق، سوریه او سومالیا کې ۱۳۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۱ تنه نور ټپیان شوي دي.