دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۲۳:۴۷
د مطلب کود : 210021
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، په زندانونو کې د کرونا وبا خپرېدو او نورو روغتیايي ستونزو له امله باید د بندیانو د خلاصون پروسه چټکه شي. په هغه اعلامیه کې چې ددغه کمیسیون لخوا رسنیو ته استول شوې، په زندانونو کې د کرونا وبا خپرېدل، ورځ تر بلې د چارواکو لخوا د زندانیانو د نسبي خپلواکیو تر پښو لاندې کول، او قرنطین فاصلې نه مراعاتول هغه موارد دي چې یاد کمیسیون یې اندېښمن کړی دی. ددې ترڅنګ زندانیانو ته د روغتیايي آسانتیاوو عدم موجودیت، له هغوی سره توپیري چلن او دېته ورته ستونزو له کبله د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له روغتیا وزارت او زندانونو د تنظیم د چارو ریاست نه جدي غوښتنه کړې، چې د بندیانو روغتیا او آزادیو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي کمیسیون د زندانیانو ترمنځ د کرونا وبا مثبتو پېښو ډیرېدو له امله په زندانونو کې د بشري ناورین رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په داسې مهال د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو ترمنځ د کرونا وبا چټکې خپرېدو له امله اندېښنې څرګندوي او د ناورین پېښېدو وړاندوینه کوي، چې تردې وړاندې طالبانو هم په زندانونو کې د کرونا وبا خپراوي او ناسمو روغتیايي حالاتو له کبله د رامنځ ته کېدونکي په اړه افغان حکومت او امریکا ته خبرداری ورکړی وو.
د ۵۰۰۰ طالب او ۱۰۰۰ دولتي بندیانو خلاصون چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافقنامې له مخې باید دوه میاشتې مخکې ترسره شوی ؤ، د «کابل ادارې» مشر اشرف غني لخوا د یو شمېر ستونزو له کبله دا پروسه د ځنډ ښکار شوه؛ خو اوس په زندانونو کې د کرونا وبا خپراوي دا اندېښې راپارولي، چې ښايي یو ناورین رامنځ ته شي او له امله یې د افغان سولې پروسه او بین الافغاني مذاکرات هم ورڅخه اغیزمن شي.
 
https://avapress.com/vdcb5gb58rhb8gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته