دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 210632
که امریکا د ایران تیل وړونکو کشتیو ته ستونزې جوړې کړي نو متقابل اقدام کوو
ولسمشر حسن روحاني پرون د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په ټیلیفوني خبرو کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران ته د سیمې امنیت مهم دی، وویل: د ایران اسلامي جمهوریت تل د ځان لپاره د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي ګټو د تامینولو د حق د دفاع د روا حق قائل دی او تهران هیله لري چې امریکایان کومه غلطي ونه کړي.


هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د لویدیځې آسیا امنیت په تیره بیا سمندري امنیت باید د سیمې د هیوادونو لخوا تامین شي، یادونه وکړه چې ایران په دې لړ کښې له ګاونډي هیوادونو سره ملګرتیا ته تیار دی.
داسلامی ایران ولسمشر  په دوام کې د دوحې او تهران  اړیکې  دوستانه او سټراټژيکې  وبللې او هیله ئې وښودله ،  د کرونا ویروس له خوریدا سره سره ، د ایران او قطر د بندرونو له لارې د شیانو منتقلیداسوکه سوکه فعاله کیږي  او همداراز  د دواړو هیوادونو د هوائي کرښو الوتونه هم له سره پیلیږي .
 ډاکټر روحاني همداراز دفټبال  ۲۰۲۲کال په نړیوال جام کې د قطر کوربتوب ته په اشارې سره  د قطر د لاښه کوربتوب  لپاره د ایران له خوا  د هرډول مرستو دوړاندې کولو لپاره  خپل چمتووالی اعلان کړ .
د قطر امیر هم  په دغو خبرو کې  په درستو زمینو کې  له ایران سره  داړیکو پراختیا باندې ټينګار وکړ او هیله ئې وښودله،د دواړو هیوادونو د ګډې اقتصادي غونډې په ترسره کیدا سره د ایران او قطر تجارتي او اقتصادي اړیکې  لاپراخې شي .شیخ تمیم  په دې خبرې په ټينګار سره چې  دسیمې امنیت باید د سیمې  ددرستو هیوادونو په ملګرتیا سره ترلاسه شي ، ووئيل ،  قطر په سیمې کې د هر ډول تاؤتریخوالي مخالف دی
 
https://avapress.com/vdcjtye88uqevmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته