دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 210710
د هېواد جمهور رییس د اختر ورځې له یو شمېر سیاسي مشرانو سره ونماځلې
جمهور ریسس محمد اشرف غني د اختر ورځې له یو شمېر سیاسي مشرانو سره په ګډه و نماځلې ، په خواله رسنیو کې ددې کار تود هرکلی شوی

جمهور ریسس محمد اشرف غني د اختر ورځې له یو شمېر سیاسي مشرانو  سره په ګډه و نماځلې ، په خواله رسنیو کې ددې کار تود هرکلی شوی او دا یې د یووالي لپاره یو ښه زیری بللی دی.
جمهور رییس محمد اشرف غني نن سهار د استاد عبدرب الرسول سیاف کور ته ورغلی او د کوچني اختر مبارکي یې ورته ويلې، جمهور رییس همدارګه له هغه سره  په اوربند ، د طالبانو او د حکومت د زندنیانو د خوشې کولو په اړه خبرې کړې دي.
د اختر په دوېمه ورځ جمهور رییس د مصالحې د عالی شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، مخکېني رییس جمهور رییس حامد کرزي او یوشمېر نورو سیاسي مشرانو سره یې کتلي دي.
په ورته مهال د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هغه انځور په ټوېټر خپور کړی چې ورسره مخکېنی جمهور رییس حامد کرزی ناست دی او په ګډه چای څښي او ورسره یې لیلکي چې کرزی دده کور ته ورغلی او اختر مبارکي یې ورکړې ده.
بل لور ته د جمهور رییس محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل ټوېټر پاڼه انځورونه خپاره کړي دي جې ورسره د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب لیدل کېږي او ورسره یې لیکلي چې حمدالله محب پنجشیر ته ورغلی او ورسره یې د اختر ورځ نمانځلي.
 
https://avapress.com/vdcgqz9xzak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته