دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 210783
تېرو څلورو میاشتو کې له ۳۰۰ زرو زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وروستۍ شمېرې ښیي چې په تېرو څلورو میاشتو کې ۳۲۵ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي له دې ډلې ۵۵ زره تنه یې له پاکستان او پاتې نور یې د افغانستان د هرات او نیمروز له لارې هېواد ته را اوښتي دي.
د افغان کډوالو راستنیدل په ګاونډي هېوادونو، په ځانګړي توګه اېران کې د کرونا ویروس له خپریدو وروسته سیلابي شوي دي.
که څه هم هېواد ته د کډوالو را ستنیدل د کرونا ویروس د خپریدو ویره هم زیاته کړې ده، خو اوس د هرات ځایي چارواکي وایي دې ټکي ته یې جدي پام کړی دی.
د کډوالو وزارت وایي له اېرانه د کډوالو راتلل لاهم دوام لري او هره ورځ په منځنی ډول یو زرو پنځه سوه تنه افغانان خپل ټاټوبي ته خوځیږي.
که څه هم افغان حکومت څو ځلې هڅه کړې چې په ډیپلوماټیکو لارو د کډوالو د ډلییز راتګ مخه ونیسي، خو دې کار کې پاتې راغلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7z9xwak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته