د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې په وروستیو دوو ورځو کې د وسلهوالو طالبانو ۷۱۰ تنه بندیان خوشې شوي دي. د ملي امنیت شورا ویاند، جاوېد فیصل وویل چې دا کسان له پلچرخي، د پروان له مرکزي توقیف ځایه او نورو ولایتي زندانونو خوشې شوي دي.
جاوېد فیصل زیاته کړه: “دا لړۍ به نن یکشنبه هم دوام لري تر څو د جمهور رئیس له فرمان سره سم د طالبانو ۲۰۰۰ بندیان له زندانه خوشې شي. د افغانستان حکومت تېره اوونۍ وویل چې د طالبانو ۲۰۰۰ بندیان له زندانه خوشي شوي خو دا لړۍ لا هم روانه ده. وسلهوالو طالبانو له حکومت سر د سولې د خبرو د پیل لپاره د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. د وسلهوالو طالبانو یو ۵ کسیز پلاوی د دې بهیر د تخنیکي اړخ د څارنې لپاره کابل ته تللی دی.