د یادو وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۱۳۲۲ مشکوکو سملونو معاینات شوي چې ۷۵۹ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.
روغتیا وزارت نن سې شنبه جون دوهمه(غبرګولې۱۳) ویلي چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۶۵۰۹ ته لوړ شو.
له یادو پېښو څخه ۲۶۶ په کابل،۱۱۲ په هرات، ۳۹ بلخ،۶۶ پکتیا،۳۴ ننګرهار، ۱۷ تخار،۲۷ بغلان،۲۱ بامیان،۱۸ غزني،۴پروان.۲سمنګان،۷ کاپیسا،۱۸فاریاب،۲۵ خوست او ۳ هم په بدخشان ولایت کې ثبت شوي دي.
ته تیره یوه شپه او ورځ کې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله پنځه تنه مړه شوي چې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۷۰ تنو ته لوړ شو.
همدارنګه ۲۲ تنه نور بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۴۵۰ تنو ته ورسېد.
د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.
په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د سې شنبې تر غرمې جون دوهمه (غبرګولې۱۳) پورې ۳۷۵۶۸۳ کسان مړه کړي او څه باندې شپږ میلیونه نور پرې اخته شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)