دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۰۶
د مطلب کود : 211990
مالیې وزارت له فساد سره د جدي مبارزې او په ګمرکونو کې د روڼتیا تامینولو په موخه د ګمرکونو کنټرول مرکزي سیسټم پرانېس
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د هیواد د ګمرکونو کنټرول مرکزي سیسټم پرانېست.

د دې مرکز په پرانېستلو سره به له ګمرکي تخلف، په جنس، قیمت او کیفیت کې له بدلون، زیات وزن او همداشان د مراحلو تر سره کولو پرته له ګمرکي محصول څخه مخنیوی وشي.
په دې پرانېست غونډه کې په ملي شورا کې د خلکو یو شمېرو استازو، د ملي سوداګرو او خصوصي سکټور استازو او د مالیې وزارت یو شمېر کارکوونکو ګډون کړې و.
د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي عیسی قدرت میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د یاد مرکز او له ټیکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې د دې معینیت د نورو اصلاحي پروګرامونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست وویل: "د روڼتیا او د ګمرکونو په کاري پروسو کې د اغیزمنتوب تامینولو په موخه د سیستمونو پراختیا او نوي کول د مالیې وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. د ګمرکونو کنټرول مرکزي سیستم چې موږ یې نن د پرانېستلو شاهدان یوو د فساد په کمولو او د ګمرکي محمولو په طی مراحلو کې د اسانتیا رامنځته کولو په برخه کې له مهمو پروژو څخه شمېرل کیږي.
نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال د هیواد پنځه لوی ګمرکونه ( ننګرهار، نیمروز، اقینه، هرات او کندهار) له دې سیستم سره وصل شوي دي. همداشان د دې پروژې په پلي کیدو سره د هیواد په ګمرکونو کې سکنرونه، ډیجیټلي کمرې او د لوړ تناژ ډیجیټلي تلې له دې سیستم سره نښلول شوي دي او موږ کولی شو د کمیساري دروازې صفري نقطې او د ګمرک ساحې څخه نیولې بیا د وتلو تر دروازې پورې د سوداګریزو محمولو ټول طی مراحل له مرکز څخه کنټرول او نظارت کړو.
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون رئیس ښاغلي میر افغان صافي او د ولسي جرګې د شکایتونو اوریدو کمېسیون رئیس ښاغلي محمد صادق قادري د مالیې وزارت له دې اقدام څخه هر کلی وکړ او د له فساد سره د مبارزې او روڼتیا رامنځته کولو په برخه کې د مالیې وزارت سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند د خصوصي سکټور په استازیتوب د مالیې وزارت له دې اقدام څخه د هر کلي تر څنګ د هیواد په عایداتي سرچینو یې د را زیاتو اسانتیاو غوښته وکړه.
د یادونې وړ ده چې یاده پروژه په دریو برخو کې د نیوژن ټیکنالوژي او پریماسونک په نوم د هندي کمپنۍ له لوري د ۱.۳۶ میلیونه امریکایې ډالرو په لګښت پلي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwzniv23nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته