دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 212200
د میدان وردک د ملي امنیت یو کارکوونکی پروان کې وژل شوی
په میدان وردک ولایت کې د ملي امنیت یو کارکوونکی په پروان ولایت کې د وسله‌والو په حمله کې وژل شوی دی.
د پروان ولایت د سید خېل ولسوال احمد لمر عثمانیار ازادي راډيو ته دا خبر تأیید کړ او ویې‌ویل: "د ملي امنیت یو کارکوونکی د رخصتیو تېرولو لپاره په دې ولایت کې خپل کور ته تللی وو چې د دوشنبې په ورځ د سید خېل په سه دکان سیمه کې ووژل شو."
د عثمانیار په وینا، پولیسو د دې پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه هېڅ کس یا ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxiqix2bqsi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته