دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۶
د مطلب کود : 212279
هندي چارواکي وايي، په لداخ سیمه کې د دغه هېواد او چینايي پوځيانو تر منځ نښته کې لږ تر لږه ۲۰ هندي پوځيان وژل شوي دي. دا د دواړو هېوادونو تر منځ د تاو تریخوالي له ډېرېدو پر مهال ۴۵ کاله وروسته مخامخ خونړۍ نښته ده. هندي پوځ په لومړي سر کې ویلي و، چې درې پوځیان یې وژل شوي دي او دواړو لوریو ته د سر زیان اوښتی دی.
 
وروسته هندي پوځ ومنله چې په دغه نښته کې سخت ټپي شوي نور پوځیان هم مړه شول، چې د سر زیان ورسره ډېر شوی دی.
د هند بهرنیو چارو وزرات پر چین تور پورې کړ چې په ګالوان دره کې یې د واقعي کنټرول کرښې (ایل اي سي) درناوي له یوه هوکړې سرغړونه کړې چې تېره اونۍ شوې وه.
چین په دې نښته کې خپل لوري ته د سرزیان خبره نه ده تایید کړې خو پر هندي لوري یې تور لګولی چې سرتیري یې له پولې اوښتي او د دوی پر سرتېرو یې برید کړی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پر هند غږ وکړ چې له یو اړخیز ګامونو لاس په سر شي او ستونزې دې نه رامنځته کوي.
د ویاند ژاو لیجیان په حواله ویل شوي چې هندي سرتېري د دوشنبې پر ورځ دوه ځله له پولې ور اوښتي دي:
''د چینايي پرسونل پارونه او پر هغوی برید د دواړو خواوو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د جدي فزیکي مخامختیا لامل کېدای شي. ''
چینايۍ ورځپاڼې ګلوبل ټایمز لیکلي چې د دې پېښې په اړه هندي لوري ته 'رسمي احتجاج ' شوی دی.
https://avapress.com/vdciyrar3t1azr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته