دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 212358
د پکتیا قومي مشران: د نجونو پر وړاندې به د تړل شویو مکتبونو دروازې پرانېزو
زرمت د پکتیا یوه له نا امنه ولسوالیو څخه شمېرل کېږي چې د نجونو ۱۳ بابه ښوونځي په کې له تېرو څو کلونو راهیسې د زده کوونکو پر مخ تړلي دي. پکتیا پوهنې ریاست سره له دې چې د قومي مخورو له یاد اقدام څخه هر کلی کوي، وايې په ټول توان هڅه کوي چې له دې وروسته هېڅ یو تړلی ښوونځی ونه لري.


د پکتیا یو تن قومي مخور حاجي تورګل  وویل پخوا هم په دې ولایت کې د تړلو ښوونځيو په خلاصون کې قومي مشرانو رول لوبولی او د دولت مخالفینو ته يې قناعت ورکړی چې ښوونځي باید ونه تړي.
نوموړی څرګندوي اوس يې په زرمت ولسوالۍ کې د نجونو د تړلو ښوونځيو د بېرته خلاصون لپاره هڅې پیل کړې او تمه شته  چې ډېر ژر به په دې چاره کې بریالي شي.
« په دې باندې لګیا دي ډير ښوونځي يې خلاص کړي د نجونو د ښوونځيو په ګډون ، قومي مشران هلې ځلې کوي دا ستونزه به انشاالله حل شي.نور دلته معارف سم دی.»
د زرمت ولسوالۍ یو بل مشر نور ولي خان وايي مشرانو د خپلو اولادونو د روښانه راتلونکي په موخه اقدام کړی چې په یاده ولسوالۍ کې د نجونو ټول تړلي ښوونځي بېرته پرانېزي.
ده وویل که په یاده برخه کې پوهنې ریاست ورسره همکاري وکړي، نجونو ته د زده کړو امکانات برابر کړي نو خلک چمتو دي چې خپلې لوڼي ښوونځيو ته ولېږي .
« ناخوالې او دردونه ډېر زیات دي ، که د مشر دې لوري ته پام نه وي پوهنې ریاست باید مسوولیت ترسره کړي، خدای ج پر وړاندې هم مسولیت لري چې ډيري زیاتي هلې ځلې وکړي . موږ يې همکاران یو تر وروستي حده به په دې کې وس کوو او دا زموږ حق دی چې باید راکړل شي.»
د پکتیا پوهنې ریاست مسوولین هم وايې په زرمت ولسوالۍ کې د نجونو ۱۳ بابه ښوونځي له تېرو پنځو کلونو راهیسې د دولت د وسلوالو مخالفینو له لوري تړل شوي دي.
پکتیا پوهنې ریس کوچی ځاځی د مشرانو له یاد اقدام څخه هر کلی کوي او وايې د ښوونځيو په پرانیستل کېدو سره به پوهنې ریاست ټول امکانات د ښوونځيو او زده کوونکو په واک کې ورکړي.
« په زرمت ولسوالۍ کې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د نجونو ۱۳ بابه ښوونځي چې د وسله‌والو طالبانو له لوري تړل شوي وو ، په دې وروستیو کې د پکتیا پوهنې ریاست ، مشرانو، دیني علماوو او ځوانانو په واسطه یوه هڅه پیل شوې ده، ډيره هیله مندي موجوده ده تر څو موږ وکولای شو چې په زرمت کې ۱۳ بابه ښوونځي د نجونو پر مخ د مشرانو په مټ بيرته پرانیزو.»
د پکتیا پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې د زرمت ولسوالۍ د ۱۳ بابه تړلو ښوونځیو له امله شاوخوا ۶۰۰۰ ښځینه زده کوونکې اوس مهال له زده کړو بې برخې دي.
 
https://avapress.com/vdcgnx9x7ak9qw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته