دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۷
د مطلب کود : 212361
د چینایي او هندي پوځانو ترمنځ په سرحدي سیمه کې جګړه شوې ده
د هند پوځ خبر ورکوي چې پرون یې له چینایي پوځیانو سره په نښته کې ۲۰تنه سرتېري وژل شوي دي.
د هندي چارواکو د معلوماتو له مخې دا جګړه په لداخ سیمه کې رامنځته شوې ده، چې له کبله یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو چینایي چارواکي وایي، چې دوی ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ویل کېږي دا له ۴۵کالو وروسته مخامخ خونړۍ جګړه بلل کېږي، چې د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره رامنځته شوې ده
د هند بهرنیو چارو وزرات پر چین تور پورې کړ چې په ګالوان دره کې یې د واقعي کنټرول کرښې (ایل اي سي) درناوي له یوه هوکړې سرغړونه کړې چې تېره اونۍ شوې وه.
چین پر هندي لوري تور لګولی چې سرتیري یې له پولې اوښتي او د دوی پر سرتېرو یې برید کړی دی.
دا نښته داسې مهال رامنځته کېږي چې د هند او چین ترمنځ په دې ورستیو کې د لداخ ګالوان ته نږدې سرحدي سیمې په سر کړکېچ رامنځته شوی او هند ادعا لري چې چین ددوی ۳۸زره کیلو متر مربع ساحه نیولې ده.
 
https://avapress.com/vdcaiunu649n6e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته