دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 212386
ناټو په افغانستان کې د سولې راتګ لپاره خپله اوږدمهاله ژمنه څرګنده کړه
د ناټو د دفاع وزیرانو پرونۍ غونډه، چې د ویډیویي کنفرانس له لارې ترسره شوه، تر ډېره د افغانستان د سولې پر مسله او د روسیې توغندویي چلنج ته پر ځواب ویلو ورټوله وه.
په دې غونډه کې د یاد سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل، دا تړون د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې پر خپله اوږدمهاله ژمنه ولاړ دی.
نوموړي په ورته وخت کې پر طالبانو غږ وکړ چې په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره پر خپلو ژمنو ودرېږي.
هغه پخپلو خبرو کې زیاته کړه، د سولې د راتګ لپاره دوی په افغانستان کې پر خپل شتون بیا کتنه کوي، خو په وینا یې چې طالبان هم باید پر خپلو ژمنو ودرېږي، بین الافغاني خبرې پیل کړي او د تلپاتې سولې لپاره لار هواره کړي.
ستولتنبرګ له طالبانو همداراز وغوښتل چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.
ده دا هم وویل چې ناټو حاضره ده، څو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر نور هم لږ کړي، خو په خبره یې، دا مسله په یاد هېواد کې له پرمختګونو سره تړلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې افغان حکومت او طالبان د یو بل بندیان ازاد کړي او تر هغه وروسته به د قطر په پایتخت دوحه کې د بین الافغاني خبرو لومړۍ ناسته وشي.
https://avapress.com/vdch6ini-23nzxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته