دا د ولسمشر ټرمپ د امنيتي چارو د پخواني سلاکار جان بولټن هغه تور دى چې د وال سټريټ له لورې د نوموړي په چاپېدونکي کتاب کې پرده ترېنه پورته کړې ده. بولټن لا هم مخکې ځي او زياتوي چې ټرمپ په تېره جون مياشت کې د جي20 غونډې پر مهال له شي جن پېنګ سره د خبرو پر مهال یې خبره د روان کال ټاکنو پلو ته کش کړې ده او پر دې خبره ټينګار کاوه تر څو له چين څخه د سويابينو او غنمو په را واردولو کې د ټاکنيزو موخو له امله زياتولى راولي.
بولټن وايي که څوک ترېنه وغواړي ان د ټړمپ خبرې به خپرې کړي. نوموړي دا تور په داسې مهال کې پر ولسمشر ټرمپ پورې کړى دى چې په امريکا کې خلک د ټاکنو د کمپاينونو لپاره تياري نيسي.