د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ځانګړي استازي یې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره په بین الافغاني خبرو د پیلیدو او راتلونکو پرمختګونو په اړه غږېدلی او نوموړي ته یې ډاډ ورکړی چې هېواد یې د افغانستان سولې په برخه کې خپل رغنده رول ته دوام ورکوي.
نوموړي کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه ورستي سفر په اړه طالب چارواکو ته معلومات وړاندې کړل او دا سفر د افغانستان سولې لپاره مهم وباله.
په دغه سفر کې له قمرجاوېد باجوه سره د پاکستان د استخباراتو رییس او صادق خان برخه درلوده.
صادق خان د جوزا په ۱۶مه نېټه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اعلان شو.
د پاکستان رسنیو د راپور له مخې محمد صادق خان له طالب چارواکو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړې عملي کول وستایل او زیاته یې کړه چې ددې هوکړې له مخې د بندیانو تبادله به بین الافغاني خبرو ته لار پرانېزي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړې له مخې به افغان حکومت ۵زره طالب بندیان خوشې کوي او په مقابل کې طالبان به ۱۰۰۰تنه حکومتي زندانیان آزادوي.