دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 212673
طالبانو تیره اونۍ ۲۹۱ افغان امنیتي ځواکونه وژلي ـ امنیت شورا
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، تیره اونۍ په تیرو ۱۹کلونو کې د وسله والو طالبانو لخوا د تاوتریخوالي تر سره کېدو له اړخه تر ټولو خونړۍ وه.
منیت شورا نن دوشنبه جون۲۲(چنګاښ۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه اونۍ کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۸۴۱ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."د طالبانو په حملاتو کې ۲۹۱ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه شهیدان او ۵۵۰ نور زخمیان شوي دي."
په اعلامیه کې راغلي چې طالبانو د دې ترڅنګه په تیره یوه اونۍ ۱۴۸ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دغه مرګ ژوبله د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې اوښتې ده.
په اعلامیه کې راغلي:"دا په تیرو ۱۹ کلونو کې د تاوتریخوالي له اړخه تر ټولو خونړۍ اونۍ وه،دا اونۍ په داسې حال کې تر ټولو خونړۍ ده چې طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانانو خلاف به تاوتریخوالی کموي او د سولې لپاره به کار کوي."
د ملي امنیت شورا زیاتوي، د طالبانو بریدونه دا څرګندوي چې دغه ډله د تاوتریخوالي کمولو په اړه کړو ژمنو کې پاتې راغلې او د سولې په اړه یې ښه نیت نه دی ښودلی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سولې ته د رسېدو لپاره د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی او زیاته وي چې د د تاوتریخوالي له کمښت پرته د سولې راتګ له خنډ او ځنډ سره مخ کیږي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په هدف امریکا، ناټو، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د اوربند ټینګېدو او تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې ده.
افغان حکومت او طالبانو د تیر کوچني اختر په لومړیو درې ورځو کې اوربند اعلان کړی و چې په کور دننه او بهر یې پراخ هر کلی وشو.
افغان حکومت پر داسې مهال د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتېدو خبر ورکوي چې د طالبانو او افغان حکومت د مخامخ خبرو پیلېدو په اړه هم هیلې زیاتې شوي دي.
روانه میاشت د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته تر بل هر وخت نژدې شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgux9xwak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته