دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 212750
امریکا او روسیه پر افغان سوله غږېدلي
په دې لیدنه کې پر افغان سوله او په افغانستان کې پر روان حالت خبرې شوې دي. روسیې او امریکا ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید د دواړو هېوادونو هڅې همغږې شي او د سولې په راوستو کې مرسته پراخه شي.
زمونږ خبریال زیاتوي، دوی همدا راز د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم له یو بل سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
یاده دې وي چې تر دې وړاندې د افغانستان پر سوله د روسیې، افغانستان او امریکا ګډ کنفرانس هم شوی و او ټینګار شوی چې له یو بل سره په همکارۍ به دلته روانه جګړه پای ته رسوي
https://avapress.com/vdccpiqix2bqsm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته