دخپریدو نیټه :جمعه ۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۳
د مطلب کود : 213017
د غزني ولایت د بیا سقوط لپاره د یو لوی برید تابیا
د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وايي، پر غزني ولایت د بېلا بېلو کورنيو او بهرنیو جنګي ډلو له لوري د یو لوی برید تابیاوې روانې دي. هغه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې، د یو شمېر بهرنيۍ او کورنۍ جنګي ډلې د ډیورنډ کرښې له پورې غاړې د پکتیکا او زابل ولایتونو څخه اکمالات ترسره کوي، تر څو پر غزني چې یو استراتیژیک ځای بلل کېږي برید ترسره کړي.
ښاغلي نبیل لیکلي چې پر غزني احتمالي برید د القاعدې (شبهه قاره هند) د څانګې له لوري پلان شوی، ځکه په وینا یې د القاعدې د دغې څانګې جکپوړي مشران ورستیو کې د زابل، غزني، لوګر، پکتیکا او وزیرستان یو شمېر ولسوالیو کې تګ راتګ کړی او د وزیرستان په شوال دره کې یې نامعلومه کسانو سره لیدنې کړې دي.
نوموړي د خپلو معلوماتو په درشل کې طالبان هم ننګولي او ویلي، که طالبان د سولې خبرو کې رښتیني وي، او د دې بریدونو مخنیوی ونه کړي؛ نو قطر کې د طالبانو مشران د جګړې له واقعیتونو څخه بېواکه شوي دي.
غزنې په ۱۳۹۷ کال کې د طالبانو له لوري د لنډې مودې لپاره نیول شوی و، چې هغه مهال یاد ولایت کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ نښته کې خلکو ته بې سارې ځاني او مالي زیان واوښت.
 
https://avapress.com/vdcjvte8auqevyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته