هلمند کې د وسله والو طالبانو د سرګروپ په ګډون ۷ تنه داسې مهال ووژل شول؛ چې د ملي اردو ځواکونو په امنیتي پوستو يې بریدونه کول.
د افغانستان د ملي دفاع وزات وايي، د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د سرګروپ یحیی د محمد هاشم زوی؛ چې د عبرت په نامه يې شهرت درلود، د خپلو ۷ کسانو سره وژل شوی دی.