رویټرز خبري اژانس د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي چې دغه برید نن دوشنبه جون ۲۹(چنګاښ۹) شوی دی.
د غلام نبي میمون په نوم د کراچي د پولیسو مشر رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د بریدګرو شمېر څلور تنه و چې د پولیسو لخوا وژل شوي دي.
یاد پولیس چارواکي ویلي چې په دغه برید کې دوه نور کسان هم وژل شوي دي.
نوموړي ویلي چې بریدګر په یوه کورلا موټر کې راغلي و.
چارواکو ویلي چې بریدګرو لومړی د ونډو بازار ودانۍ ته لاسي بمونه غورځولي او تر هغه وروسته یې له ودانۍ نه بهر پر امنیتي پوستې ډزې هم کړي دي.
تر دامهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)