دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 213269
د کندهار په معروف ولسوالۍ کې جګړه پیل شوې
د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د پولیسو او طالب وسله والو تر منځ جګړه پیل شوې.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصربارکزی وایي، تېره شپه دوې بجې طالب وسله والو د معروف ولسوالۍ په “وچه خوړه” سيمه کې د پولیسو پر پوستو برید کړی، چې وروسته د دواړو لوریو تر منځ جګړه پیل شوې.
بارکزی وایي، جګړه کې طالب وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، چې تر دا مهاله د وژل شویو  وسله والو څلور جسدونه او د دهغوی څلور موټرسایکلونه د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
هغه وايي، جګړه اوس هم دوام لري او ښايي، طالب وسله والو ته د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.
بارکزي تر اوسه خپل لورې ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
طالب وسله والو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdciqpar3t1azr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته