دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود : 213295
د ننګرهار بحر آباد او د پل علم د ښوونکو ښارګوټي تفصیلي پلانونه وروستي شول
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزير محترم محمود کرزى د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار د ښوونکو ښارګوټي او د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د بحر آباد ښارګوټي تفصیلي پلانونه منظور کړل. یاد وزارت وايي، د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار د ښوونکو ښارګوټۍ پر «۳۵۰» جریبه ځمکې او د بحر آباد ښارګوټی پر «۲۰۱» جریبه ځمکه جوړېږي.


د دې تفصیلي پلانونو په پلي کېدو سره به یاد ښارګوټي نړېوالو مهندسي او انجنیري معیارونو ته په کتو جوړ او ټولو ښاریانو ته به یو ډول معیاري ښاري خدمات وړاندې شي.

سرچینه زیاتوي؛ ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دې تفصیلي پلانونو ترڅنګ د کابل، ننګرها، کندهار، بلخ، خوست او هرات ولایتونو لپاره سټراټيژیک پراختيايي پلانونه نهايي کړي چې ژر به کابينې ته د منظورۍ لپاره وړاندې شي.
 
https://avapress.com/vdchwxnim23nzid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته