دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 213532
مهم خبرميدان وردګ: 9 د دولت ضد وسله وال وژل شوي
د دفاع وزارت وايي، په میدان وردګو کې ۹ تنه وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول چې پر ملي امنيتي ځواکونو يې بريد وکړ. د وزارت اعلاميه کې راغلي: تیره شپه وسله والو طالبانو د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ اړوند محمدقلي سیمه کې په ملي امنيتي ځواکونو ډلیز برید وکړ. دغه برید د ملي امنیتي ځواکونو له خوا د کلک غبرګون او ماتي سره مخ شو. په دغه نښته کې ۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او يو عراده سراچه ډوله موټر او يو موټرسايکل يې هم له منځه تللی دی. طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
https://avapress.com/vdcbffb55rhb8sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته