دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 213598
د کرېکټ لوبغاړو په يو روزنيز ورکشاپ کې ګډون وکړ
د کرکټ ملي لوبغاړو نن د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې له لوري په چمتو شوي ورکشاپ کې ګډون وکړ.
د کرېکټ بورډ اداره وايي:
    «په دغه ورکشاپ کې ملي اتلانو ته په بهرنیو او ملي رسنیو کې د ګډون، له رسنیو سره د خبرو اترو او ټولنیزو رسنیو د کارونې د څرنګوالي، محدودیتونو او اهمیت په تړاو هر اړخیز معلومات ورکړل شول.»
دغه ورکشاپ د کورونا ضد سپارښتنو او واټن مراعتولو په موخه په دوه پړاونو کې ترسره کېږي چې لومړی پړاو یې نن او دویم پړاو به یې دوه ورځې وروسته ترسره شي.
https://avapress.com/vdcdns0xjyt0fk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته