دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 213601
د زابل فرصت ښوونيز مرکز په انګړ کې د اوونيزې مطالعې شپه ترسره شوه
د زابل ګڼو علمي او فرهنګي ځوانانو ګډون کړی و، چې خوږ پيغمبر پر سيرت يې هر اړخيزه علمي او له اوږدې مطالعې وروسته بحث ترسره کړ.
د فرصت مرکز مسؤلين وايي:
« زموږ د مطالعې دود دا دی، چې يوه اوونۍ وړاندې پر اتو کسانو موضوعات ويشو او بيا د اوونۍ پای کې هر يو له يوې اوونۍ مطالعې وروسته لنډ علمي مالومات وړاندې کوي.»
دغه راز دوی وايي، موږ په خپل ټول توان هڅه کوو، چې د مطالعې دود رائج کړو، ددې وطن پايښت په زده کړو او علمي نسل کې دی.
 
https://avapress.com/vdciuparzt1azq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته