دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 213743
د ادبیاتو هغه ماسټر چې کابل کې سبزي پلوري
په افغانستان کې د نورو زرګونه لوستو بیکارو ځوانانو ترڅنګ په پلازمینه کې یو ځوان په داسې حال کې چې د ادبیاتو د ماسټرۍ سند هم لري، په لاسي ګاډۍ کې سبزي پلوري.
دغه ځوان چې محمد حسین دهزاد نومیږي او د ایران یوه پوهنتون کې یې په فارسي ادبیاتو کې ماسټري کړې، وایي دوه کاله په کار پسې ګرځيدلی، خو وروسته له دې چې د کار له موندلو نهیلی شو، د سبزیو پلورلو ته یې مخه وکړه.
هغه زموږ همکارې، ګیتي رحیمي سره خبرو کې له حکومته ګیله وکړه، چې که چیرې لوستو ځوانانو ته د کارموندنې وس نه لري، نو پر زده کړو دې یې لګښت نه کوي.
هغه وویل د زده کړو په بهیر کې یې زیاتې هیلې درلودې، چې ښه کار پيدا کړي او خلکو او هیواد ته د خدمت جوګه شي، خو نه پوهیده چې داسې برخلیک به یې فراغت ته سترګې په لاره وي.
هغه وایي نور په کار پسې ګرځیدو نه ستړی شوی او باور لري چې له واسطې پرته هیڅ ځای ته نشي رسیدلی.
که څه هم ولسمشر غني د ټاکنیزو کمپایونونو او د کار پيل پرمهالد میلیونونو کاري فرصتونو د پیدا کولو ژمنه کړې وه، خو لیدل کیږي چې افغانستان کې د بیکارۍ و بې وزلۍ کچه ورځې ته بلې زیاتیږي.
https://avapress.com/vdcfjmd0mw6dyea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته