دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۴
د مطلب کود : 214097
په يو شمېر ولايتونو کې د سولې ولسي حرکت اعتراضيه ناستې وکړې
د سولې ولسي حرکت او مدني بنسټونو لخوا د هېواد په تر شلو ډېرو ولايتونو کې اعتراضيه ناستې وکړې او د جګړې د درېدو غوښتنه يې وکړه.
دوی له ځان سره دا شعار لېږدوو چې جنګ د څه لپاره؟
د سولې ولسي حرکت غړي وايي، اوس مهال تر بل هر وخت د سولې زمينه برابره شوې ده او نور د جګړې وخت پای ته رسېدلی دی.
د سولې ولسي حرکت دا اعتراضونه داسې مهال کوي چې طالبانو ويلي که د دوی له نوملړ سره سم بنديان خوشې نه شي نو ټول افغاني خبرې به پيل نه کړي.
 
https://avapress.com/vdci35aryt1azu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته