د یاد ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ نن سهار د نورستان والي له لوري د پټې په پرېکولو سره د دې ولایت د ټولګټو چارو د ریاست لپاره د نوي احاطې د جوړولو کارونه پیل شول، چې یاده احاطه به د ۴،۳ میلیونه افغانیو په ارزښت، په دریو کاري میاشتو کې جوړه شي.
نورستان والي د یادې احاطې د بنسټ ډبرې د کېښودو پر مهال د دې په پار خوښې وویل چې په دې ولایت کې د آبادۍ او پرمختګ یو بل ګام هم واخیستل شو.
سرچینه زیاتوي؛ په ورته مهال د نورستان ولایت د ټولګټو چارو رئیس ښاغلي انجنیر عبدالولي رئیسي د نورستان د والي له تل پاتې کاري همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د نورستان د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې د ښاغلي حافظ عبدالقیوم غوره کړنې او خدمتونه د افغاني دود سره سم د ویاړ او عظمت د پګړۍ ورپه سر کولو سره وستایلې.