دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 214332
رودریندرا تندن کابل کې د هند نوی سفير ټاکل شوی
هند  د افغانستان لپاره خپل نوی سفير ټاکلی دی.
د هندوستان ټايمز د راپور پر بنسټ تندن به ډېر ژر د وينی کومار پر ځای په افغانستان کې د هند د سفير په توګه خپله دنده پيل کړي.
د راپور له مخې رودريندرا تندن تر دې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان، پاکستان او ايران د برخې مشري هم کړې ده.
د راپورونو له مخې دغه ګمارنه له هغه وروسته کېږي چې هند په يو شمېر سفارتونو او کونسلګريو کې نوي سفيران او ديپلوماتان ګومارلي دي.
https://avapress.com/vdcaeynuu49n6e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته