دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۶
د مطلب کود : 214619
د ازموینو ملي اداره، د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموینه، د هېواد ۳۳ ولایتونو کې د څلور پړاوونو په ترڅ کې اخلي. د ازموینو ملي اداره، د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموینه، د هېواد ۳۳ ولایتونو کې د څلور پړاوونو په ترڅ کې اخلي. د افغان خبری آژانس په رپوت، د ازموینو ملي ادارې سرپرست وایي: د کانکور ازموینې لومړي پړاو، چې د ارزګان، بادغیس، پکتیکا، پنجشیر، ډایکنډي، زابل، سرپل، سمنګانو، غور، فراه، کندز، کندهار، کونړ، لوګر، نورستان، نیمروز او میدان وردګو ولایتونه پکې شامل دي، د یکشنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۹مه نېټه، پیلېږي.

عبدالقدیر خموش، چې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو اورسنیو په مرکز کې یې د یوه خبري کنفرانس پرمهال خبرې کولې، زیاته کړه: د کانکور ازموینې دوهم پړاو چې د لوی اختر په څلورمه ورځ به پیل شي، د هلمند، غزني، پکتیا، خوست، کاپیسا، بامیانو، لغمان او هرات ولایتونه پکې شامل دي.
د کانکور ازموینې درېیم پړاو، چې له لوی اختره، ۷ ورځې وروسته پیلېږي، د فاریاب، جوزجان، بلخ، پروان او بغلان ولایتونه پکې شامل دي.
د کانکور ازموینې څلورم پړاو به، د څلور حوزو په ګډون، په ننګرهار، تخار او بدخشان ولایتونو کې واخیستل شي.
له احتمالي پلان سره سم، د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینو د اخیستنې بهیر به، د زمري (اسد) میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې بشپړ شي او کابل ولایت کې د کانکور ازموینه، د وږي (سنبلې) له لومړۍ نېټې څخه، په ۶ یا ۷ پړاوونو کې تنظیمېږي
خموش، ډاډ ورکړ، د کانکور په سږنۍ ازموینه کې د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په موخه، ټولې اړینې روغتیایي سپارښتنې په پام کې نیول شوي او ازموینې په داسې ډول تنظیم شوي، چې په ولایتونو کې د بایومټریک کولو او ازموینو اخیستلو د ورځو وخت، د تېر کال د ازموینو وخت، دوه برابره وي.
دغه راز هڅه شوې، چې په ولایتونو کې د کانکور ډېری ازموینې په ازاده فضا کې واخیستل شي او د کانکور پر داوطلبانو د ماسک اچول الزامي شوي دي.
د خموش په خبره، د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په موخه؛ د پوهنتونو اړوند څانګو، پوهنځیو او ډیپارټمنټونو کودونه، مخکې تر مخکې د ازموینو ملي ادارې پر فېسبوک او رسمي پاڼه خپاره شوي او داوطلبان کولای شي چې له وړاندې د خپلو څانګو کودونه تر لاسه کړي او د ازموینې په ورځ ګټه ور څخه واخلي.
د ازموینو ملي ادارې، په سږني کانکور کې د ګډون کوونکو شمېر، شاوخوا ۲۱۰ زره تنه، اټکل کړی دی.
د ازموینو ملي ادارې د عملیاتي او تخنیکي چارو لوی رییس، یما امان، په یاد خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه، چې د کانکور د ۲۱۰ داوطلبانو له ډلې څخه، څه باندې ۶۶ زره تنه، د لوړو زده کړو دولتي موسسو، نېږدې ۶ زره تنه د نیمه لوړو زده کړو موسسو فارغان به پوهنتونونو ته، څه باندې ۹ زره تنه د پوهنتونونو د شپې څانګو ته، څه باندې ۱۹ زره د مدرسو فارغان به پوهنتونونو او څه باندې ۴۳ زره تنه به دولتي انسټیټوټونو ته جذب شي، چې د ۱۳۹۹ کال داوطلبانو ټولیز جذب به شاوخوا ۱۴۶ زره او ۹۲۲ تنه وي.
امان، ټینګار وکړ چې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه، د کانکور ازموینو د ګډون کارتونه، له وړاندې چمتو او ولایتونو ته لېږل شوي دي او داوطلبان کولای شي له اړوند لېسو څخه چې فورمې یې ډکې کړي وي په ازموینه کې د ګډون کارتونه، تر لاسه کړي.
https://avapress.com/vdciz5ar3t1azq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته