دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۰
د مطلب کود : 214650
ملګري ملتونه: کرونا وبا د پوليو واکسين تطبيق ټکنی کړی
ملګرو ملتونه وايي، له هغه مهال راهيسې چې کرونا رنځ نړۍ ته راغلی د پوليو ضد کمپاين او د واکسين تطبيق ورسره ټکنی شوی دی. د دوی په خبره يوازې ګوزڼ نه، بلکې د شري او سکاروي ناروغيو واکسين څخه هم ماشومان بې برخې شوي دي. د ملګرو ملتونو مشرتابه په خبره د دې ناروغیو پرتله د کورونا وېروس له کبله ماشومان له لږ خطر سره مخامخ دي.

د دغې ادارې په خبره واکسین د بشر په تاریخ کې له ناروغیو د خوندیتوب تر ټولو غوره وسیله ده. د یادونې ده، چې د افغانستان په ګاونډي هېواد پاکستان کې پرون حکومت اعلان وکړ چې په روغتونونو کې ماشومانو ته د واکسین ورکولو لړۍ پیلوي.
https://avapress.com/vdcdko0xzyt0f96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته