دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 214669
ظهير: ترکيه او ايران د افغانستان د مينیاتورۍ او خطاطۍ هنرونه په خپل نوم ثبتوي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير وايي، د مينياتورۍ او خطاطۍ د هنرونو اصلي زيږنځای د افغانستان هرات ولايت دی.
نوموړي پرون په يوه خبري غونډه کې وويل:
په وروستیو کې ترکيې او ايران هڅه کړې چې د مينياتورۍ او خطاطۍ هنرونه په خپل نوم ثبت کړي چې دا موضوع د افغانستان د اندېښنې وړ ګرځېدلې.
ظهير له ترکيې او ايران غوښتنه کړې چې په دې برخه کې دقت وکړي او د دې هنرونو زيږنځای چې افغانستان دی او د هغې اصالت ته درناوی وکړي.
هغه زياته کړه، سلطان حسين بايقرا او اميرعلي شيرنوايي د مينياتورۍ او نقاشۍ بنسټ اېښودونکي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزير وويل:
که چېرې پر دې دوو هنرونو د مالکيت ادعا کېږي، اصلي مالک يې افغانستان دی او په ټولو تاريخي متونو او سرچينو کې راغلي چې کمال الدين بهزاد د مينیاتورۍ، نقاشۍ او رنګ ورکولو بنسټګر دی.
ښاغلي زهير زياته کړه، چې دا دوه هېوادونو د دې په منلو سره چې افغانستان د دې دوو هنرو اصلي مالک دی، له موږ سره شريک شي.
نوموړي له يونسکو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دې د پام وړ او لازمه پاملرنه وکړي او دا دوه هنرونه د افغانستان په نوم او ايران او ترکيې په شراکت ثبت کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcd9o0xnyt0f96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته