دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 214804
د طالبانو نظامي او سياسي برخو کې بدلونونه، د څه لپاره؟
تازه د طالبانو په نظامي او سياسي برخو کې يو شمېر بدلونونه راغلي دي، د سولې پر پروسې او د طالبانو پر سياسي او نظامي فعاليتونو به يې اغېز څه وي؟ د طالبانو يو شمېر سرچينو له اسوشتيد پرس خبري اژانس سره په خبرو کې منلې چې د دې ډلې په سياسي او پوځي برخو کې يو شمېر بدلونونه راغلي دي.

د دې بدلونونو له مخې د طالبانو د پخواني مشر ملامحمد عمر زوی ملا محمد یعقوب د دې ډلې نظامي مشر ټاکل شوی او دغه راز د طالبانو مرکچي پلاوي ته څلور نور کسان ور زيات شوي دي. په دې کسانو کې د طالبانو د استخباراتو پخوانی مشر ملا شيرين او قاضي القضات مولوي عبدالحکیم هم شامل دي.
کابل مېشتي پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا له خامه پرس سره په مرکه کې وویل، تازه بدلونونه د سولې پروسه لا غښتلې کولای او د طالبانو پر نظامي برخو د سياسي برخې کنټرول لا زياتولای شي.
نوموړي له خامه پرس سره په خبرو کې وویل، ملا محمد یعقوب چې اوس مهال د پوځي برخې مشر ټاکل شوی. د طالبانو له عمومي مشر ملا هبت الله سره نېږدی دی او کولای شي وخت پر وخت د نظامي فعاليتونو په تړاو ملا هبت الله ته معلومات ورکړي او دغه راز په نظامي برخې د مشرتابه له لا کنټرول سره مرسته کوي.
نوموړي زياته کړه، د طالبانو مرکچي پلاوي ته د نوو کسانو ور زياتېدل هم کولای شي، د سولې له پروسې سره مرسته وکړي. د نوموړي په خبره، نوي څلور کسان د طالبانو پر سیاسي او نظامي برخو دواړو نفوذ لري.
نوموړي وويل:
وګورئ، دا کسان چې مذاکراتي پلاوي ته ور زيات شوي، د طالبانو د حکومت پر مهال مهم کسان وو، دوی پر نظامي او پوځي دواړو برخو نفوذ لري او کولای شي له دې سره مرسته وکړي چې تصاميم په ښه ډول عملي شي.
د نوموړي په خبره، دې بدلونونو څرګنده کړه چې طالبان د سولې خبرو ته جدي دي.
خو ايا څرګنده ده چې څه وخت به دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بين الافغاني خبرو لومړۍ ناسته ترسره شي؟ ښاغلی سید اکبراغا وايي، د افغان حکومت له لوري د طالبانو د ۶۰۰ زندانیانو نه خوشي کېدو دغه بهير يو څه ټکنی کړی او اوس د لومړۍ ناستې د ترسره کېدو د نېټې ټاکل هم دې مسئلې ځنډولي دي.
نوموړي ټينګار وکړ چې افغان حکومت دې زندانیان خوشي کړي او طالبان دې هم انعطاف وښيي، تر څو ژر تر ژره د سولې خبرې پيل شي او افغان جګړه تر دې نوره اوږده نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وايي، ۶۰۰ طالبان زندانيان په درنو جرمونو کې ښکېل دي او له همدې کبله چمتو نه دي هغوی ازاد کړي.
له بل لوري د پنجشنبه په ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير وويل، د دې ۶۰۰ طالب زندانیانو له خوشي کولو سره بهرنيان مخالفت لري او په خبره يې د هغوی په وژلو کې ښکېل دي.
https://avapress.com/vdce7e8wejh8zvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته