دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۱
د مطلب کود : 214854
د خوست ولایت مقام  په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دفاع وزیر او د ملي امنیت عمومي رئیس ددې ولایت د والي صدیق پتمن په ګډون د بېلا بیلو نظامي اورګانونو مسولینو سره په ولایت مقام کې  لیدنه وکړه.
که څه هم د چارواکو دې سفر ته رسنۍ نه وې غوښتل شوې، خو په خبرپاڼه کې راغلي چې  نظامي مسولینو پدې سفرکې د خوست د امنیت په عمومي وضعیت، د دفاعيي، امنیتي او کشفي ځواکونو په اکمال او تجهیز او د امنیت اړوند په یو شمیر مهمو موضوعاتو خبرې شوې او تصمیمونه نیول شوي.
یاد چارواکي په دې ولایت کې د یو ساعت لپاره پاتې شوې او په ټولنیزو رسنیو کې یې هم داسې انځورونه خپاره شوي چې دوی په ښار کې پلي ګرځي. وموغوښتل چې پدې تړاو د خوست له ځایي ادارو نور جزیات هم ترلاسه کړو، خو پرې بریالي نه شوو. 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcjixe8xuqevoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته