دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۳
د مطلب کود : 214862
د ملګرو ملتونو عمومي منشي:

کرونا وبا ټوله نړۍ بې نظمه کړې

کرونا وبا ټوله نړۍ بې نظمه کړې
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتيونيو ګوتيرڅ ويلي دي، کرونا وبا له امله ټوله نړۍ کې يوه ګډ وډي جوړه شوې ده.
نوموړي پر سترو نړيوالو قدرتونو توندې نيوکې هم کړي دي او ويلي يې دي مخکې د چين، امريکا او روسيې ترمنځ اړيکې دومره خرابې نه وې.
هغه چې لندن کې يې وينا کوله وويل، کرونا لکه د ايکسري په څېر هرڅه په ډاګه کړل.
نوموړي د یوې نوې (ټولنیزې هوکړې) چمتو کولو غوښتنه وکړه او په وینا یې ‘دوی باید پوه شي چې تر څو پورې ټوله نړۍ ترې نه وي ژغورل شوې، د کورونا وېروس پر ضد جګړه لا هم پای ته نه ده رسېدلې. ‘
https://avapress.com/vdciq5arrt1azv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته