دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 214964
نن په ننګرهار، لغمان او کونړ کې د پولیو ضد واکسين پيلېږي
ټاکل شوې نن د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين پيل شي.
که څه هم دغه کمپاين هر کال په افغانستان کې ترسره کېږي، خو د ځينو کورنيو د مخالفت او کله کله د سيمه‌ييزو وسله‌والو د مزاحمت له کبله ګڼ شمېر ماشومان له دې واکسين پاتې کېږي.
د افغانستان د پوليو ملي کمپاين مشر ډاکټر ګلاجان ایوب وايي، دغه کمپاين به نن د افغانستان په درېيو ختيځو ولايتونو ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو کې پيل شي.
نوموړي زياته کړه، دغه کمپاين به ټول هغه ماشومان تر خپل پوښښ لاندې راولي چې عمرونه يې تر پنځو کلونو کم دي.
دا کمپاين داسې مهال پيلېږي، چې تر دې مهاله هم افغان ماشومان له پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ کړېږي او يوازې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د پولیو ۱۹ پېښې ثبت شوې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcb0ab5arhb89p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته