دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 215054
د ننګرهار پر امنيتي وضعيت ځانګړې ناسته وشوه
د ملي امنیت سلاکار د ننګرهار ولایت له ملکي او نظامي مسؤلینو سره پر امنیتي وضعیت جلسه وکړه
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او ورسره پلاوي یې بېګاه ماخوستن د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ځايي ملکي او نظامي مسؤلینو سره د یاد ولایت د امنیتي وضعیت په اړه جلسه وکړه.

ملکي او نظامي مسؤلینو وویل:
« د اصلاحاتو د لړۍ د پیل او ښې داخلي ولایتي همږغۍ له کبله عمومي امنیتي وضعیت نسبتاً ښه دی، خو اړتیا ده، چې په خوګیاڼو، شېرزادو او حصارک ولسوالیو کې د تروریستانو د ځپلو لپاره ځانګړې عملیات وشي او له دې سیمو څخه شته خطر له منځه ولاړ شي.»
هغوی په تشکیلاتي او تسلیحاتي برخو کې هم وړاندیزونه وکړل او ددې ترڅنګ یې د ختیځو ولایتونو په کچه د همږغۍ ښه والي د ستونزې د اساسي حل لپاره کلیدي وبلل. دوی د افغانيو د ترویج او له کرونا سره د مبارزې لپاره هم د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړ.
امنیتي مسؤلینو دلته د زورواکانو، مجرمینو، غاصبینو او د نشه یي توکو د کاروباریانو او نورو ورته سړیو او کړیو پر ضد د مبارزې په برخه کې هم د خپلو لاسته راوړنو راپور ورکړل، خو وویل، چې په دې برخه کې لا هم هڅې جاري دي او تر هغو به دوام کوي، تر څو چې یادو برخو کې ټولې ستونزې حل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccppqi02bqsx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته