له بل لوري د چارو اداره وايي، د دې حکم پر بنسټ د وزارتونو او کمېسيونونو د مرستيالانو او د دولتي ادارو د رئيسانو د سفر وړانديزونه د جمهوري رياست د چارو ادارې او د وزيرانو، د خپلواکو دولتي ادارو د رئيسانو، عمومي رئيسانو او د کمېسيونونو د رئيسانو د سفر وړانديزونه ولسمشرۍ مقام ته لېږل کېږي.
د چارو ادارې هم د حکومت د دغه اقدام موخې د ادارو تر منځ د دندو وېش، پر ولسمشر د کاري فشار کمول او لوړپوړو دولتي کارکوونکو د سفرونو وړانديزونو ته پر وخت رسېدنه، بللې دي.
د هغه مکتوب له مخې چې د جمهوري رياست د چارو ادارې د لوړپوړو دولتي چارواکو د سفرونو د تاييد واک ترلاسه کولو لپاره ولسمشر ته وړاندې کړی، د ولسمشر د مرستيالانو له سفر پرته، د سترې محکمې رئيس، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رئيسان، لوی څارنوال، وزيران او د کمېسيونونو او خپلواکو ادارو رئيسان اړ دي چې بهر ته د سفرونو لپاره د چارو ادارې تاييدي ترلاسه کړي.
اخوا مشرانو جرګې هم پرون پر دې موضوع بحث کړی او د دې مجلس يو شمېر غړو دا اقدام نامناسب او د نه منلو وړ بللی دی او ويلي يې دي چې د ملي شورا د غړو واکونه او مسوولیتونه په قانون کې مشخص دي.
د مشرانو جرګې پرېکړه کړې چې د دې جرګې د تقنيني، عدلي او قضايي چارو کمېسيون دې د دې موضوع په تړاو له اړوندو ادارو سره نېږدې کار وکړي.