دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 215198
ګران هېواد: ترکيه کې مړه شوي افغانان به ژر راولېږدول شي
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، هغه افغان مسافر چې ترکيه کې د يوې بېړۍ د ډوبېدو له امله مړه شوي دي جسدونه به يې ژر خپل هېواد ته راولېږدول شي.
ګران هېواد رسنيو ته ويلي دي، په دغه پېښه کې تر دې دمه د ۲۹ افغانانو جسدونه پېژندل شوي او د پاتې نورو د پېژندلو هڅې هم روانې دي.
هغه وايي، په ټوله کې د ۵۹ مسافرو جسدونه پيدا شوي دي چې له ډلې يې ۲۹ افغانان پېژندل شوي.
ګران هېواد زیاته کړه چې درې جسده به سهار کابل ته ورسېږي، څلور به بیا سبا ماښام او لس نور د جمعې په ورځ کابل ته انتقال شي.
https://avapress.com/vdcb9sb5wrhb88p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته