دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 215217
صالح وکیلانو ته: وږي کور نه ډوډۍ په خوب ویني
وروسته له هغې چې د افغانستان ولسي جرګې د حکومت د "ملي دسترخوان" پروګرام رد کړ، د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح دې اقدام ته په غبرګون کې ویلي چې دا بودجه د زیربنايي پروژو لپاره نه بلکې د لوږې د کچې راټیټولو لپاره ده.
ښاغلي صالح چهارشنبه د جولای په ۲۲ (زمري ۱) ویلي چې د ملي دسترخوان پروګرام په ردولو سره نړیوال بانک دې ته نه هڅول کېږي چې بودجه یې زیربنايي پروژو ته ځانګړې کړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال پر وینا د ملي دسترخوان بودجه چې له ۲۰۰ میلیون ډالرو څخه زیاته ده، د لوږې او فقر د کچې راټیټولو لپاره ځانګړې شوې ده.
هغه په خپل فیسبوک‌پاڼه لیکلي: "که دا مسئله د یوې کورنۍ په کچه تمثیل کړو، دا معنی لري چې تاسې غواړئ یوې کورنۍ ته چې له لوږې سره لاس او ګریوان ده قناعت ورکړئ ترڅو ډوډۍ ونخوري او له خپلې سپما کور اباد کړي. وږی ډوډۍ په خوب ویني نه کور".
ښاغلي صالح دغه راز ویلي چې له بیوزلي څخه د هغه ډوډۍ اخیستل، نه هنر دی او نه زړورتیا ده.
د افغانستان ولسي جرګې د سې‌شنبې په ورځ جولای ۲۱مه (چنګاښ ۳۱) د حکومت دغه پروګرام چې په کې څه باندې څلور میلیونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کېږي، د فساد د اندېښنو له امله د رایو په اکثریت رد کړ.
وکیلانو ادعا کوله چې له دې وړاندې هم د ورته پروګرامونو په تطبیق کې پراخ فساد شوی او د ملي دسترخوان په پروګرام کې یې هم د فساد او پیسو د ضایع کېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې.
د افغانستان جمهوري ریاست د تیرې شنبې په ورځ د نړیوال بانک د ۲۴۴ میلیون ډالرو په مالي ملاتړ له بېوزلو کورنیو سره د مرستې په هدف د ملي دسترخوان پروګرام پرانیست چې په ترڅ کې به یې پر ۴.۱۷ میلیونه بېوزلو کورنیو باندې اوړه، غوړي، لوبیا، صابون او ځينې نور اړین توکي وویشل شي.
د جمهوري ریاست د معلوماتو په اساس دا مهال ۵۵ سلنه افغانان د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي او د ملي دسترخوان پروګرام له لارې ۹۰ سلنه افغانانو ته چې سرانه عاید یې تر دوه ډالرو رسېږي مرستې کېږي.
جمهور رئیس غني د دغه پروګرام د پرانیستلو پرمهال وویل که هر چا په دې پروګرام کې فساد وکړ له پښو نه به یې راوځړوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdfk0x5yt0fx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته