دخپریدو نیټه :جمعه ۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 215359
طالبانو په مشروط ډول د ټولو بنديانو د خوشې کېدو خبر ورکړ
د طالبانو د قطر د دفتر وياند ويلي دي، دوی چمتو دي چې د افغان حکومت ټول بنديان خوشې کړي. نوموړی وايي، په دې شرط تر اختره ټول بنديان خوشې کوي چې افغان حکومت هم د دوی له نوملړ سره سم بنديان ور خوشې کړي. هغه ويلي دي، که دا کار ترسره شو، نو دوی چمتو دي چې تر اختر وروسته ټول افغاني مذاکرات پيل کړي. سره له دې چې دواړه لوري د يو بل بنديان خوشې کوي، خو افغان حکومت وايي، هغه طالب بنديان به خوشې نه کړي چې لوی جنايتونو کې ښکېل دي. خو طالبان بيا د ټول افغاني خبرو د پيل لپاره د خپلو ټولو بنديانو د خوشې کېدو شرط ايښی دی.
https://avapress.com/vdcammnuo49n6e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته