دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۵
د مطلب کود : 216026
د ننګرهار پر بندخونې د بریدګرو د برید پای؛ ۲۹ تنه وژل شوي
د ننګرهار په جلال اباد ښار کې پر بندخونې د بریدګرو برید له کابو ۱۸ ساعتونو وروسته د اته بریدګرو او درې بندیانو له وژل کېدو سره پای ته ورسېد.

دغه برید د یکشنبې پر ماښام اوه بجې د موټر بم له چاودنې سره پيل او وروسته بریدګر زندان ته ولاړ او د هغوی ځینې په یوې ودانۍ کې له امنیتي ځواکونو سره ښکېل شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي چې په دغه برید کې د امنیتي او مُلکي کسانو په ګډون ۲۹ تنه وژل شوي او کابو ۵۰ تنه نور ټپیان دي.
د ننګرهار امنیه قومندان اېمل نیازی څرګندوي چې په دغه برید کې اته بریدګر وژل شوي چې د هغوی ځينې بندخونې ته نږدې په یوې ودانۍ کې ځای پر ځای شوي وو.
هغه زیاته کړه چې په دغه برید کې شپږ تنه بندیان هم ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې بندخونه کې ۱۷۹۲ تنه بندیان وو چ له دې ډلې ۱۰۲۵ تنه د امنیتي ځواکونو له خوا د تېښتې پر مهال نیول شوي دي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، له دې ډلې ۴۰۰ نور بندیان چې د دغې بندخونې په ځينو برخو کې ګیرپاتې وو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي.
د سرچینو پر وینا په دغې بندخونه کې کابو ۳۰۰ تنه داعشیان بندیان وو.
داعش ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې تېره ورځ د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند درېیمه ورځ وه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdccieqie2bqsx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته