د دغه ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قومندان او د یادې ولسوالۍ د ملي اردو د ټولي قومندان یې له دندان ګوښه کړي او څارنوالۍ ته یې ورپېژندلي دي. سرچینې د یادو کسانو د ګوښه کېدو لامل فساد بولي. چارواکي وایي، هڅه کوي په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې لا نور اصلاحات راولي او په فساد ککړ چارواکي به یې له مخې لېرې کړي.