د کابل پوليس وايي، نن سهار د کابل ښار د ۱۱مې امنيتي حوزې اړوند د خيرخانې د نوې پروژې سړک سيمه کې ماين چاودنې يو تن وژلی او دوه نور يې تپيان کړي دي.
د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز خامهپرس ته وويل، دغه پېښه نن سهار ۷ بجې رامنځته شوه او ماين پر يوه هايلکس موټر چاودنه کړې ده. فرامرز ونه ويل، چې د پېښې قربانيان نظاميان که ملکي وګړي دي.سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس