دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 216648
د فراه ځانمرګي بريد مرګ‌ژوبله ۲۶ تنو ته لوړه شوه
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، تېر ماښام ۶نيمې بجې په فراه ښار کې ځانمرګي بريد ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کورنيو چارو وزارت په خبره، په دې بريد کې څلور پوليس وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.
دغه وزارت وايي، يو بريدګر زرنج له چاودېدونکو توکو ډک کړی و او د پوليسو له رنجر موټر سره یې جنګولی دی.
اخوا د فراه د ولايتي شورا غړی داد الله قانع وايي، د ځانمرګي بريد هدف د فراه ولايت د امنيه قومندانۍ د امنیت مرستيال عبدالقادر وو.
تر دې مهاله د دې چاودنې مسووليت کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0eqi42bqse8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته