دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 216658
د بهرنيو چارو وزارت: د سفيرانو ادلون بدلون عادي اداري پروسه ده
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د دیپلوماتانو د ماموریت ټاکل، ګمارنه او پای یوه عادي اداري پروسه ده چې د هیواد د بهرني سیاست د اړتیا سره سم ترسره کیږي. د بهرنیو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان د اساسي قانون د څلورشپيتمې مادې د څوارلسم بند پربنسټ، بهرنیو هیوادونو او نړیوالو موسسو کې د افغانستان د سیاسي نمایندګیو د مشرانو ټاکل او دندې پای د ولسمشر د صلاحیتونو له جملې څخه دي.

خبرپاڼې زياته کړې، په مسکو کې د افغانستان سفیر، ډاکټر لطیف بهاند د ماموریت پای د اداري بهیر یوه برخه ده او نوموړی به په کابل کې په نوي ماموریت باندې وګمارل شي.
په خپرپاڼه کې راغلي، افغانستان له فدراتیفې روسيې سره خپلو دوستانه او پرمختيايي اړيکو ته ډېر ارزښت ورکوي او په تيرو ١٩ کلونو کې د تروريزم او نيشه يي توکو په وړاندې مبارزه او په افغانستان کې د سولې بهیر کې د روسيې د مثبت رول ستاينه کوي.
بهرنيو چارو وزارت ټينګار کړی چې له روسيې سره د اړیکو ارزښت په پام کې نیولو سره، به د افغانستان اسلامي جمهوریت په نږدې راتلونکي کې مسکو لپاره بل سفیر وټاکي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې يو شمېر هېوادوالو پر حکومت نيوکه کړې وه چې ولې يې په روسيه کې د افغانستان سفير لطيف بهاند له دندې ګوښه کړی دی.
https://avapress.com/vdcdk90xjyt0f96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته