دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۲
د مطلب کود : 216823
د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست سلګونه غیرراجستر شوی سیم کارتونه راټول کړل
د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست په مشرۍ کې یو جوړه شوی کمیسیون، سلګونه غیرراجستر شوی سیم کارتونه راټول شوی کړی دی. د ننګرهار والی رسنیو دفتر نڼ یکشنبی ورځ د وږی ۲۶ مه په یو خبرپاڼه د عبدالرازق ثاقب د دی ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوۍ لیکلی دی: «د ننګرهار والی په لارښوونه یې د ولایت مقام، امنې قومندانۍ، ملی امنیت او څارنوالۍ ادارو د استازو په ګډون ټاکل شوی کمیسون په جلال اباد ښآر کې سلګونه غیرراجستر شوی سیم کارتونه نیولی». د شاغلی ثاقب په وینا، دغیرراجستر سیمکارتونو پلورل د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ په برخه کې د شته مقررې له مخې غیر قانونی او پلورونکی یې متخلف ګڼل کیږی چې د بند سربیره د نغدی جریمې مستحق ګڼل کیږی. د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر خبرپاڼه زیاتوی چې د جلال اباد ښآر اوسیدونکی یاده کړنه ستایی او له مسولینو غوښتنه کوی چې پدې برخه کې د مخابراتی شبکو په ګډون سره دې چارې ته د تل له پاره د پای ټکې کیږدی. په هېواد کې د غیرراجستر سیمکارتونه استفادی او خرڅول لویه ستونزه ګنل کیږی.
https://avapress.com/vdchi-nix23nz6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته